ټولنه

د خوشي ولسوالۍ جامع جومات پرانستل شو

پل علم باختر دغبرګولي دمياشتې  ٢ :
د لوګر ولايت د خوشي ولسوالۍ جامع جومات پرون پرانستل شو.
د لوګر ولايت د حج او اوقافو رئيس عبدالواسع ساپي باختر آژانس ته خبر ورکړ:   د خوشي ولسوالۍ جامع جومات د لوګر د والي محمدحليم فدايي، امنيه قوماندان لوى پاسوال عصمت الله عليزي، د ولايتي شورا وکيلانو، قومي مشرانو او د دغې ولسوالۍ د اوسيدونکو له خوا پرانستل شو او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو .
ده زياته کړه: د خوشي ولسوالۍ جامع جومات د هېواد د حج او اوقافو وزارت له انکشافي بودجې څخه د پنځوسو زرو  امريکايي ډالرو په لګښت په يو پوړکې په پاخه او اساسي ډول ٣٣٦مربع متره ځمکې په ساحه کې په شپږو مياشتوکې جوړ شوى دى چې په يوه وخت کې د ٦٥٠ تنه لمونځ کوونکي پکې ځاييږي.
د ه زياته کړه: د خوشي ولسوالۍ پخوانى جامع جومات چې د يونسکو د څيړنو له مخې له تاريخي آبداتو څخه بلل کيږي، په خپل لومړنى حالت کې پاتې دى.
له بلې خوا د لوګر والي محمدحليم فدايي له خپلې شخصي بودجې څخه څلور سوه متره موکيت د خوښي ولسوالۍ جامع جومات ته ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته