خبرونهټولنه

سبا او بله ورځ په يو شمېر ولایتونو کې د واورې د اورښت اټکل شوی دی

کابل، د لېندۍ ۱۹مه، باختر

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت اړوند د هوا پېژندنې ادارې سبا او بله ورځ د هېواد په ۸ ولایتونو کې د واورې د اورېدو اټکل کړی دی.

یاد وزارت ویلي، چې سبا او بله ورځ ( د لېندۍ له ۲۰مې تر ۲۱مې نېټه) په بدخشان، تخار، کندز، بلخ، بغلان، پروان، پنجشېر، نورستان او سالنګونو په ګډون د واروې د اورېدو اټکل شوی دی.

دغه زیاته کړې چې په بېلابېلو برخو کې د واورې اورښت کچه له ۱۰- ۲۵ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته