امنیت

په سمنګانو کې په دوه زره کورنيو ژمنۍ مرستې وويشل شوې .

کابل باختر دسلواغې  يوولسمه :
په سمنګانو ولايت کې د طبيعي  پيښو  له امله  په دوه زره زيانمنو شويو او اړو کورنيو  خوراکي توکي ، ژمنۍ  جامې  او دسون مواد وويشل شول .
دسمنګانو  ولايت دسکتوري خدمتونو رييس محمد کبير مکرم زاده دباختراژانس  خبريال ته وويل چې دغه مرستې  د مهاجرت دنړيوال سازمان  اي –او- ام له خوا برابرې شوې وې او دولايتي مقاماتو په همکارۍ  د سمنګانو ولايت په مرکز او دحضرت سلطان په ولسوالۍ کې دسيلاونو دراوتلو او دنورو طبيعي پيښو له امله په زيانمنو شويو او په نورو اړوکورنيو وويشل شوې  دمکرم زاده دڅرګندونو له مخې،  په دې پروګرام کې په زرو کورنيو دسمنګانو ولايت په مرکز ايبکو ښار کې او په زرو نوروکورنيو د حضرت سلطان په ولسوالۍ کې  مرستې ويشلې شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته