ټولنه

جمهور رئیس غني: جوماتونه د دیني او فرهنګي فعالیتونو عمده مرکزونه دي

کابل_باختر د مرغومي د مياشتې١٣مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د فکر او فرهنګ جمعیت له ډلې سره په کتنه کې د فرهنګي او فکري فعالیتونو په هکله د هغوی نظریات او وړاندیزونه واورېدل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پیل کې د دې ډلې رئیس ښاغلي منصور له جمهور رئیس څخه د فرهنګي او فکري پروګرامونو د ملاتړ له امله مننه وکړه ويې ویل، د فکر او فرهنګ جمعیت ډله چې د تاسیس یې درې کاله کېږي خپل فرهنګي فعالیتونه له جوماتونو پیل کړي.
هغه دې ته په اشارې چې له افراطیت او تروریزم سره د مبارزې لپاره فرهنګي کار ته اړتیا ده؛ وویل: د دې ډلې موخه له افراطیت سره فکري او فرهنګي مبارزه ده چې له کوم ځانګړي جریان سره له تړاو پرته دا فعالیتونه په خودجوشه توګه ترسره کوي. نوموړي د دې ډلې له فعالیتونو څخه د حکومت د ملاتړ غوښتنه وکړه.
د هېواد جمهور رئیس د فکر او فرهنګ جمعیت ډلې له فعالیتونوڅخه د قدردانۍ په ترڅ کې وویل، جوماتونه د دیني او فرهنګي فعالیتونو عمده مرکزونه دي او بنسټونه کولای شي له جوماتونو او عالمانو سره په همکارۍ فرهنګي او روزنیز پروګرامونه پیاوړي کړي.
جمهور رئیس غني وویل، حکومت د قانون په چوکاټ کې د بنسټونو د پروګرامونو او موخو ملاتړ کوي. هغه له دې فرهنګي ډلې څخه وغوښتل چې د همکارۍ د زمینې د برابرولو لپاره د فرهنګي او خپرنیزو کارونو په اړه یوه طرحه تیاره کړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته