کابل- باختر د وږي دمياشتې ٧
پنځلس کيلوګرامه اپين دنيمروز ولايت دکنګ ولسوالۍ دماککي په کلي کې دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلل.
دنيمروز ولايت دامنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول محمد حسين دباختر آژانس خبريال ته وويل : دامنيې قوماندانۍ دامنيتي ځواکونو او کشفي منابعو دهڅې او هاند له امله پنځلس کيلوګرامه اپين دنيمروز ولايت دکنګ ولسوالۍ دماککي په کلي دپوليسو لاس ته ورغلل او درې تنه ددغو توکو په تور ونيول شول او پيښه تر څيړنې لاندې ده .
0 د یوې دقیقې څخه لږ