امنیت

په لغمان کې درې تنه ماين ښخوونکي طالبان ووژل شول

کابل باختر د زمري  ديارلسمه :
درې تنه ماين ښخوونکي طالبان پرون په لغمان ولايت کې د خپل ماين د چاودنې له امله ووژل شول .
دغه طالبان کله يې چې غوښتل د لغمان ولايت مرکز مهترلام ښار ته په يوه غځيدلي سړک کې ماين ښخ کړي؛ د خپل ماين د چاودنې له امله ووژل شول .
د لغمان ولايت د پوليسو يوه مقام د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې چاودنه کې درې تنه ماين ښخوونکي ووژل شول .
  ده وويل: طالبانو غوښتل چې په دې ماين ښخونې سره ملکي وګړو ته مرګانۍ پيښه رامنځته کړي؛ خو بريالي شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته