خبرونهامنیتTOP

ذبیح الله مجاهد د وروستیو چاڼیزو عملیاتو لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې

کابل / د کب ۸مه / باختر

د افغانستان اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ذبیح الله مجاهد نن په یو خبري کنفرانس کې په کابل ښار کې د وروستیو دوو ورځو چاڼیزو عملیاتو لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ دغه کنفرانس چې په کابل کې د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړ شوی و؛ د افغانستان اسلامي امارت ویاند څرګنده کړه چې دغه عملیات په بشپړې همغږۍ او احتیاط سره روان دي.

ذبیح الله مجاهد د دغو چاڼیزو عملیاتو موخه په کابل ښار او شاوخوا ولایتونو کې یې د بشپړ امنیت تامینول او له مغرضو او شریرو کړیو، انسان تښتوونکو، لوټمارو او غلو څخه د ښار پاکول وبلل.

هغه همدارنګه له ټولو هېوادوالو په ځانګړې توګه کابل ښاریانو څخه غوښتنه وکړه چې د دغو عملیاتو په ترسره کولو کې د افغانستان اسلامي امارت له ځواکونو سره همکاري وکړي او ډاډ یې ورکړ چې دغه عملیات د هېچا په زیان نه دي.

مجاهد په کابل کې د دوو ورځو چاڼیزو عملیاتو لاسته راوړنې داسې بیان کړې: د اسلامي امارت ځواکونه تر اوسه توانېدلي دي چې ۱۳۳ کلاشینکوفونه، ۹ کرینکوف، ۵ کلکوف،۳ ایم۴، ۱۸۱تومانچې،۲ کره بین،۴۴ توغندي، د توغندي ۸۵ ګولۍ، ۷ پیکاوې، یوه داشکه، دوه درازکوف، د دوه اتیا- ۱۰۷ ګولۍ، ۲۰ لاسی بمونه،  ۳۶ چسپکي او غیر چسپکي ماینونه، ۱۳ ټنه بارود، ۸۹ ګرنیت، ۲۱ یوولس ډزې، ۳ ډرون کامرې، ۴ رنجر، ۴۴ موټر، ۱۳ زغره وال موټر، ۳ زغره وال لنډکروزر، یو هایلکس، ۶۴ کوچنۍ او ۱۲ غټې مخابرې او سټلایټ، یو ماین پال، د هاوان یو دروبین، ۵۶ دوربینونه، ۴۲ جامر او همدارنګه ۶۰ زره ۳۸۶ بېلابېلې مرمۍ کشف او ترلاسه کړي.

دغه راز تراوسه ۹ انسان تښتوونکي، ۶ داعشیان او ۵۳ حرفوي غله له حکومتي اجناسو سره نیول شوي او د میر حمزه په نامه یو ډاکټر او د میرویس په نامه یو بل کس د تلاشۍ په وخت کې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه آزاد شوي دي. دغه راز دوه ۱۲ کلنې او ۱۳ کلنې نجونې هم د انسان تښتوونکو له منګولو څخه ژغورل شوې دي.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین دغه راز د امریکا د متحدو ایالاتو د مالیې وزارت له خوا د ځنیو محدویتونو د لرې کولو مننه وکړه او پر افغانستان یې د نورو محدویتونو د لرې کولو غوښتنه وکړه.

هغه دغه اقدام د دواړو هېوادونو د اړیکو په ټینګښت کې اغېزمن وباله او څرګنده یې کړه چې د افغانستان اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې او مثبتې اړیکې غواړي.

په همدې حال ذبیح الله مجاهد، د افغانستان له خلکو سره د هند د ۵۰ زرو ټنو غنمو بشري مرستو مننه وکړه او دغه راز د دغو مرستو په انتقال کې یې د پاکستان له همکاریو قدرداني وکړه.

د کنفرانس په پای کې د افغانستان اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ذبیح الله مجاهد، د افغانستان ټولو خلکو په ځانګړې توګه کابل ښاریانو ته ډاډ ورکړ چې پیل شوي عملیات د غوره امنیت د ټینګښت لپاره دي او ټینګار یې وکړ چې په عملیاتو کې د ګذر د وکیل او د جومات د ملا امام له شتون پرته هېڅوک د پلټنې اجازه نلري.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته