ټولنه

په ننګرهار کې له زرو اړو کورنيو سره مرسته وشوه

 کابل باختردليندۍ دمياشتې١٨  نيټه  :
په ننګرهار ولايت کې په کابو زرو  اړو کورنيو خوراکي توکي  وويشل شول
دغه کورنۍ  جګړې ځپلې، بيوزلې  اوله پاکستان څخه راستنې شوي دي.
دننګرهارولايت  دمهاجرينو دراستنولو دچارو رئيس غلام حيدرفقيري باختر آژانس ته وويل  چې  په دې پړاو کې له زرو  اړو کورنيو سره مرسته شوې ده.
دغه مرستې چې اوړه ، غوړي ، دال اومالګه پکې شته دنړۍ دخوړو دسازمان له خوا برابرې شوې وې.
ويل کيږي چې په ننګرهار کې له  اړو کورنيو سره دمرستې بهير دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته