امنیت

په ننګرهار ولايت کې دنويو نښتو له امله پنځه تنه داعشيان ووژل شول .

کابل باختر د ليندۍ اوومه :
په ننګرهار ولايت کې دنويو نښتو له امله دداعش دډلې  پنځه  تنه غړي ووژل شول اوڅلور تنه نور ټپيان شول .
دغه جګړې  په تيرو څلورويشتو ساعتو کې په پچيراو اګام  ولسوالۍ کې   دپوځي عملياتو په بهير کې  ونښتې .
په دغو  جګړو کې پوځيانو وکولاى شول  څو کلي دداعشي ډار اچوونکو له شتون څخه پاک کړي .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغو نښتو له امله ددوه پاکستانيانو په ګډون دداعش دډلې پنځه تنه غړي ووژل شول او څلور تنه نور  ټپيان شول .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته