روغتیا

دګوزڼ په ناروغۍ شپږ تنه اخته ماشومان دافغانستان په ختيځ کې ليدل شوي دي

کابلباختردميزان١٤
په داسې حال کې چې د افغانستان په ختيځ کې دماشومانو دګوزڼ په ناروغۍ
اخته  شپږ  تنه ماشومان  ليدل شوي دي د دغې ناروغۍ  په وړاندې دواکسين
پروګرام نن  پيل شو .
هيله کيږي په  دغه درې ورځني پروګرام کې له پنځه کلنې څخه ښکته اته سوه پنځوس زره تنه ماشومان د دغې خطرناکې ناروغۍ  په وړاندې واکسين شي
دغه پروګرام  د کور په کور په  ډول د شپږو  زرو تنو روغتيايي کارکوونکو له خوا دننګرهار،کونړ، نورستان ، پکتيکا  او دلغمان په  ولايتونو کې تطبيقيږي .
دروغتيايي مسوولينو له خوا د وړاندې شويو شميرنو له مخې په دې وروستيو وختو کې دننګرهار،کونړ او د نورستان په ولايتونوکې دماشومانو دګوزڼ دناروغۍ  شپږ مثبتې پيښې ثبت شوې دي .
دننګرهار ولايت د عامي روغتيا رئيس ډاکتربازمحمدشيزاد په  جلال آباد ښارکې د باخترآژانس خبريال ګلستان غالب ته وويل  :  چې ددغه پروګرام په ترسره کولو سره هلې ځلې کيږي چې دافغانستان په ختيځ کې دماشومانو د ګوزڼ  ناروغۍ  په بشپړه توګه له منځه يو وړل شي . پوليو درملنه نه لري اودماشومانو د فلج کيدو سبب کيږي خو که چيرې ماشومان ددغې خطرناکې ناروغۍ په وړاندې واکسين شي له اخته کيدو څخه يې خوندي کيږي .
دننګرهار ولايت دعامې روغتيا رييس وايي چې په دې درې ورځني پروګرام کې ماشومانو ته دويټامين ټابليټونه هم ورکول کيږي .
دغه ټاپليټونه دماشومانو د پياوړتيا لپاره ګټور دي او دغه راز د ناروغيو په وړاندې د دوى د بدن مقاومت هم  زياتوي .
ډاکترشيرزاد له خلکو څخه  وغوښتل چې له پنځه کلنۍ څخه ښکته خپل ماشومان د ګوزڼ  د ناروغۍ په  وړاندې واکسين کړي .
ده  دغه راز له وسله والو طالبانو  وغوښتل چې  روغتيايي کارکوونکو ته اجازه ورکړي چې ماشومان د دغې خطرناکې ناروغۍ په وړاندي واکسين کړي .
دنورستان  ولايت دعامې روغتيا رياست يومسوول سيداحمدپيمان وايي  چې دکامديش ، برګ مټال  او د وانټ وايګل د ولسواليو په ځينو برخو کې دماشومانو واکسين دطالبانواو د نورو ترورستي ډلو په شتون کې غير ممکن دى .
دا په داسې حال کې ده چې په تيرو دوو کلونو کې طالبانودروغتيايي کارکوونکو په کاروانونو په بريد سره دنورستان اوکونړ د ولايتونو په ځينو برخوکې څه ناڅه
زر تنه ماشومان له  واکسين څخه بې برخې کړي دي .
دکونړ ، ننګرهار، پکتيا او د ننګرهار ولايتونه له پا کستان سره د ګډې پولې  په لرلوسره دوسله والوطالبانو په ګډون د تروريستي ډلې دشتون اوفعاليت ډګردى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته