امنیت

لس تنه تښتول شوي مسافرين آزاد شول

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ١١ :
په  زابل ولايت کې د ملي امنيت  دلوى رياست د منسوبينو  دهلو ځلوپه نتيجه کې  زموږ هغه لس تنه هېوادوال وال چې پخوا د تروريستانو له خوا تښتول شوي وو ، پرون د هغوي له منګولو څخه وژغول شول.
د ملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته د يوې خبرپانې په ليږلوسره ليکلي دي  ؛ زموږ  د هغو لسو تنو ملکي او بيګناه هېوادوالو  روغتيايي  حالت چې د ډاراچوونکوله خوا تښتول شوي وو، ښه دى او ډير ژر به له خپلو کورنيو سره يوځا ى شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته