سیاست

د رايې ورکولو شل مرکزونه د امنيتي ګواښونو له امله تړل شوي دي

کابل باختر دسلواغي شپاړلسمه :
د لغمان ولايت د امنيې قوماندانۍ مسوولين وايي: درايي ورکولو د درې سوه شپږو مرکزونو له جملې څخه څلور نوي مرکزونه تر امينتي ګواښونو لاندې دي .
دوى وايي: تر ګواښ لاندې مرکزونه د اليشنګ، الينکار او د بادپخ په ولسواليو کې دي.
د دوى دڅرګندونو له مخې: د راى ورکولو دوه ويشت مرکزونه تر لوړ ګواښ لاندې دي چې تړل شوي دي؛ څلور اويا مرکزونه په عادي ډول فعاليت کوي.
د لغمان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمد داوود امين باخترآژانس ته وويل : ددغه ولايت امنيه قوماندانۍ هڅه کوي چې د نا امنو ولسواليو امنيت هم تامين کړي .
ده دغه راز له خلکو څخه وغوښتل چې په راتلوونکي انتخاباتوکې کارنده رول ولوبوي او د راى ورکولو صندوقونو ته لاړ شي او رايې ورکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته