امنیت

اته شپيته تنه ډار اچوونکي د هېواد په بېلابېلو سيموکې ووژل شول

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٩
د هېوادپه بېلابېلو سيموکې د دفاعي او امنيتي ځواکونو په يرغليزو او چاڼيزو عملياتو کې ٦٨ تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په دغو عملياتوکې چې د هوايي او توپچي قوتونو په ملاتړ د تروريستانو دځپلو په موخه دهلمند ولايت د نهر سراج، مارجې، ګرشک او سنګين، د ارزګان ولايت د چورې، دغور ولايت د دوه لينه او د پکتيکا ولايت د سر روضې د ولسواليو په مربوطاتوکې ترسره شول؛ د هلمند د ولايتي شورا د کميسيون د تش په نامه رييس حمزه، د غور ولايت په دوه لينه کې د مبارزشبکې او د قندز ولايت په قلعه ذال کې د قاري شمس الله په نومونو د وسله والو طالبانو د ډلې د دريو تنو مشهورو قوماندانانو په ګډون ٦٨ تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
ديوبل خبرله مخې :
د ملي اردو شپږ تنه منسوبين د هېواد په بېلابېلو سيموکې د کورنيو او بهرنيو ډار اچوونکو پرخلاف د عملياتو په بهيرکې شهيدان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته