امنیت

د هېواد په جنوب کې د وسله والو طالبانو د ٤٠ کسیزې ډلې نیول کېدل

قندهار/باختر/ د چنګاښ ۸ مه
د قندهار په مرکز او د دغه ولایت په څو ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو ٤٠ کسیزه ډله نیول شوې ده.
چارواکي وايي: په نیول شوې ډله کې د وسله والو طالبانو سیمه ييز قوماندانان، د فراه ولايت لپاره د وسله والو طالبانو څارنوال او یو شمېر نور ورانکاري شامل دي.
د قندهار والي حیات الله حیات باختر آژانس ته وویل چې دغه ډله د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د تېرو لسو ورځو په اوږدو کې، د دغه ولایت په مرکز او د څو ولسوالیو په مربوطاتو کې ونیوله.
سرچینه زیاتوي چې نیول شوي کسان په  لومړنیوڅېړنو کې په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته