سیاست

محمد اشرف غني : استاد شهيد برهان الدين رباني دپوهې ، جهاد، سياست ، ټولنيزو اړيکو او دنړيوالو روابطوپه برخو کې يوه مخکښه او بريالى څيره وه

کابل باختر د وږي  نهه ويشتمه :

داستاد برهان الدين رباني دشهادت دڅلورم تلين  نن  په کابل کې  درناوى وشو .

دباختراژانس دخبر له مخې ، په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه دهيواد پخواني جمهور رييس حامدکرزى ، دسترې محکمې رييس قانونپوه  سيديوسف حليم ،  استاد عبدالرب رسول سياف ،استاد محمد کريم خليلي ، داصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چاروکې  دجمهور رييس  فوق العاده استازي  احمد ضيا مسعود ، اديب فهيم ، دافغانستان دعالمانودسراسري شورا رييس مولوي قيام الدين کشاف ، په کابل کې  دبهرنيو هيوادونو کورديپلوماتيکو غړو ، داجراييه رياست مرستيال حاجي محمد محقق ، دمشرانو جرګې رييس  فضل هادي مسلميار، يوشمير جګپوړو  دولتي کارکوونکو ،  جهادي شخصيتونودملي شورا غړو اودسولې دشهيد دکورني غړو او ګڼ شمير مجاهدينوبرخه اخستې وه .

  په دې غونډه کې دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني په ويديويي خبرو کې دهيواد دپخواني جمهور رييس  پروفيسر برهان الدين رباني دشخصيت  او کارنامو په باره کې  معلومات ورکړل او ويې ويل : استاد شهيد رباني زموږ  داوسني تاريخ  له نومياليو څيرو څخه و ،چې زموږ دملت دژوندانه په بيلابيلو برخوکې نوم اوياد يې  تلپاتې  ځلا لري او تلپاتې به وي .

جمهور رييس زياته کړه چې استاد رباني  دپوهې ، جهاد ، سياست ، ټولنيزو اړيکو او  دنړيوالو مناسباتو په برخو کې له  مخکښو او برياليو څيرو څخه  و ، او هغه څوک و چې دافغانستان له ختيځ څخه تر لويديځ او له شمال څخه تر جنوب پورې يې  دمجاهدينو او دقومونو دمشرانو ترمنځ  دوستانه اړيکې ټينګې کړې وې او په خپله  دملي  څيرې او دهيواد دعالم او سپين ږيرې په توګه دټولو ددرناوي وړ و ،

جمهور رييس زياته کړه  استاد برهان الدين رباني  داوسني نظام يو بنسټ ايښودونکي و اوپه سوله ئيزه توګه  دقدرت دليږدونې  دود يې رامنځته کړ هغه په دې باور و  چې افغانستان  دټولو افغانانو ګډ کور دى .

جمهور رييس  دخپلو خبرو په پاى کې  څرګنده کړه چې استادرباني  داسلامي نړۍ يو له سترو شخصيتونو څخه  و ، اوددين ، عالم او دخلکو دوست و .

دشهيد استاد رباني  دشهادت  دڅلورم تلين  دنمانځنې دکميسيون رييس  او دکورنيو چارو وزارت ستر امنيتي معين  ستر پاسوال  محمدايوب سالنګي ،  دسولې دشهيد پروفيسر برهان الدين رباني دشخصيت دبيلابيلو اړخونو اومبارزو په باره کې  خبرې وکړې  او دسولې شهيد يې  دتورې او قلم  ميړنۍ وباله  اوزياته يې کړه  چې  پروفيسر برهان الدين رباني  د پخواني شوروي له اشغال څخه دافغانستان په ژغورنه  او دغه راز  په هيواد کې  دنوي  سياسي نظام په جوړولو کې  ارزښتناکه ونده لرله .

ده زياته کړه چې دسولې شهيد په هيواد کې  دسولې او امنيت  دټينګښت او تامينولو  په لاره کې  دخپل ژوندانه  تر وروستي  سلګې پورې هلې ځلې وکړې او دشهيدانو ياد دهيواد په تاريخ کې  تلپاتې دى .

په دې غونډه کې دهيواد پخواني جمهور رييس حامدکرزي  دپروفيسر برهان الدين رباني دژوندانه  دبيلابيلو اړخونوپه باب  خپلې خاطرې ، او دهغه کارنامې بيان کړې او ويې ويل چې دسولې شهيد ددين يو ريښتيني عالم او دهيواد يوستر شخصيت و چې په سياسي برخه کې يې پراخې  تجربې لرلې .

  دهيواد پخواني جمهور رييس ټينګار وکړ چې دسولې شهيد  دهيواد دبيلابيلو قومونو ترمنځ په اتفاق  او اتحاد باندې  ټينګار کاوه او په دې لاره کې يې  دقومونو  ترمنځ اتحاد رامنځته کړى و او تل يې  په هيواد کې  دسولې او امنيت  دتامينولو په لاره کې  هلې ځلې کولې .

دغه راز په دې غونډه کې حامدکرزي په افغانستان کې  دسولې او ټيکاو دتامينولو لپاره  داستاد برهان الدين رباني دنه ستړې کيدونکو هڅو او شخصيت په باب  خبرې وکړې او استاد برهان الدين رباني يې  ددين يو ريښتيني عالم او دهيواد ميړنۍ شخصيت وباله او ويې ويل چې استاد دسولې دبهير دګډوډولو لپاره شهيد شو چې افغانستان  دسولې خاوند نه شي .

  حامدکرزي  يوځل بيا  دهيواد ځوانانو ته په خطاب کې وويل : دپرديوپه تبليغاتو  ونه غوليږئ  او له خپل هيواد څخه ونه وځئ .  متوجه واوسئ  چې ستاسوراتلوونکې په خپله ستاسو په خاوره کې دي .نه په پرديو هيوادونوکې . موږ په خپل هيواد کې  دهرڅه  خاوندان يو . او په يووالي  او اتفاق او په پرله پسې  او نه ستړې کيدونکو هڅو سره  کولى شو خپل هيواد په نړۍ کې  په يوه ستر  او مترقي هيواد  بدل کړو .

دغه راز ده  له ځوانانو څخه وغوښتل  چې له هيوادڅخه  نه وځي  ځکه دافغانستان راتلوونکې ستاسو په لاس کې دى او دخپل هيواد په ابادولو کې ونده واخلئ .

دغه راز  دهيواد  جهادي مشر عبدالرب رسول سياف دسولې دشهيد  دشخصيت په باب  معلومات ورکړل  او څرګنده يې کړه چې پروفيسر  برهان الدين رباني په هيواد کې دسولې له تامينولو سره  زياته مينه لرله . او هلې ځلې يې کولې  چې په هيواد کې سياسي او قومي اختلافونه  له منځه لاړ شي .

  استاد سياف  څرګنده کړه چې دجهاد ستر مشر او ددين عالم په غدر او خيانت سره دشيطان  قاصد په واسطه  دسولې  دقاصد په جامو کې شهيد کړى شو .

  استاد سياف  دهيواد دامنيتي حالاتو په څيړنې سره  هغه کسان چې  دهيواد دامنيتي ځواکونو په وړاندې جنگيږي  مزدوران وبلل  او دهغوى ځاى يې دوزخ وباله .او هر هغه څوک چې  دهغوى په وړاندې  دهيواد دفاع کوي ځاى يې فردوس جنت وباله .

  ده پيښور ته څيرمه دپاکستان په هوايي  اډې په بريد کې  دافغانانو دلاس لرلو  دردولو په ترڅ کې وويل  داکار دپاکستاني طالبانو دهغو طالبانو دى چې اي اس اي  روزلي او پاللي دي .  څا ه کيندونکي  په څاه کې  دى .

وروسته  دبهرنيو چارو وزير  صلاح الدين رباني  ددې تر څنګ چې  دپروفيسر برهان الدين رباني دژوندانه  ددوران په باب  خپلې خاطرې  بيان کړې وويل چې دمعنوي شخصيتونو ددرناوى فلسفه  ،  دهيواد دمعنوي ميراثونوساتنه ده چې بايد خلک  دمعنوي شخصيتونو دکړنو او مفکورو په باب  معلومات ولري  .

  صلاح الدين رباني  دجهاد او مقاومت د مشر دغوره صفتونو دبيانولو په ترڅ کې  څرګنده کړه  پلار يې  غوره بلله چې په هر راز شرايطو کې دخلکو تر څنګ وي . او دکمونيزم له  جغ څخه دنيمايي نړۍ ازاديدل يې  دمجاهدينو دمبارزو زيږنده وبلله .

ده دتروريزم پرخلاف  دمبارزې  او دازادي په خاطر مبارزه کې  دسولې دشهيد رول  ستر وباله  او زياته يې کړه چې ده  دخپل ژوندانه  تر وروستي شيبې پورې په هيوادکې دسولې او امنيت دتامينولو په خاطر هلې ځلې وکړې .

  ده څرګنده کړه  چې استاد رباني  دهيواد په تاريخ کې  لومړى شخص و ، چې په سوله ئيزه توګه يې قدرت خپل ځاى ناستې ته  وسپاره .

  دبهرنيو چارووزير  ټينګار وکړ چې بايد دقومي اوجهادي شخصيتونو دشهادت دوسيې  دهيواد دعدلي اوقضايي بنسټونوله خوا  تعقيب شي او په دې باب  خلکو ته  معلومات ورکړى شي .

دغونډې په بهير کې  دسولې دشهيد  پروفيسر  برهان الدين رباني دشهادت  دڅلورم تلين  په مناسبت  د جمهوري رياست  دلومړى مرستيال  ستر جنرال عبدالرشيددوستم پيغام هم ولوستل شو . چې په يوه برخه کې يې ويل شوي دي

باور لرم چې افغانستان  خپل  يو ډيرستر او متفکر شخصيت او پوه له لاسه ورکړى دى  چې جبيره کول به يې  دکلونو کلونو په اوږدو کې  نه يوازې  سخت بلکې  ناشوني وي . عقيده لرم چې د پروفيسر برهان الدين رباني شهادت  زموږ دخلکو ددښمنانو له خوا  يوستره توطيه وه چې دهيواد  دجهاد او مقاومت  دنورو مشرانو له شهادت سره  ځنځيري  پيوند لري . چې  په څو وروستيو کلونوکې  ترسره شوي دي .

دغه راز  په پيغام کې ويل شوي دي چې دهيواد پخواني جمهور رييس  استاد برهان الدين رباني په هيواد کې  په داسې شرايطو کې په مرموز ډول شهيد شو چې زموږ دګران هيواد دسولې او ارامي  دښمنانو ديوه ګاوڼدي  هيواد داستخباراتو په مرسته  له مودو مودو راپديخوا  په هيواد کې  په بې ثباتۍ او بد امنۍ  لاس پورې کړي دي .

وروسته  داجراييه رياست  مرستيال  حاجي محمد محقق دجهاد او مقاومت  په دوران کې  او له هغه وروسته دسولې دشهيد دژوندانه دبيلابيلو اړخونوپه باب معلومات وړاندې کړل او څرګنده يې کړه چې دهيواد تاريخ دهغو شخصيتونو  دسرښندنو شاهد دى  چې په هغو کې يوځلانده څيره  هم پروفيسر برهان الدين رباني و .  

ده زياته کړه  چې دغو شخصيتونو  په هيواد کې  زياتې سرښندنې  کړي دي او خپل مسووليت يې  ترسره کړي دي او  اوس زموږ مسووليت دى چې دپرديو ددسيسو په وړاندې  ودريږو او  دشهيدانو لاره  تعقيب  اوخپل مسووليت  اداکړو .

په دې غونډه کې  دمشرانوجرګې رييس  فضل هادي مسلميار په هيواد کې  دسولې او ثبات  دتامينولو په خاطر دپروفيسر برهان الدين رباني دمبارزو په باب معلومات ورکړل او زياته يې کړه چې  دافغانستان خلکودخپل هيواد دخپلواکۍ او ازادۍ  په خاطر  زياتې قرباني ورکړي دي  او ددايمي سولې  دتامينولو  او داسلامي نظام دټينګښت لپاره يې  مبارزه کړې ده .

  ده له  وسله والو مخالفينو څخه وغوښتل  چې دسولې  له بهير سره يوځاى شي او  دافغانستان په ابادۍ کې ونده واخلي او ټينګار يې وکړ چې بايد خلک  دداعش دډلې او دهيواد ددښمنانو  دځپلو په خاطر  ددولت ترڅنګ ودريږي او مبارزه وکړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته