پيښور باختر دسلواغي اته ويشتمه
د افغان طالبانو يو جګپوړى مشر نن په پيښور ښارکې په ډزو سره ووژل شو .
دباخترآژانس دخبر له مخې: ناپيژندل شويو وسله والوکسانومولوى عبدالرقيب په پيښور ښارکې د ده کورته څېرمه وواژه.
په نه تاييد شويو رپوټونوکې ويل شوي دي: مولوى عبدالرقيب د طالبانو يوله هغو مشرانو څخه و چې د افغانستان له حکومت سره يې د طالبانو د سولې د خبرو ملاتړکاوه.
دى د افغانستان له شمال ختيځ ولايت تخارڅخه و او تراوسه پورې د ده د وژل کيدو مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى.
1 د یوې دقیقې څخه لږ