روغتیا

دعامې روغتيا وزارت دنولسو روغتيايي پروژو قراردادونه لاسليک کړ ل .

کابل باختر د چنګاښ لسمه :
دعامې روغتيا وزارت له کورنيو او بهرنيو عملي کوونکو  موسسو سره داساسي روغتيايي او دروغتونونو دخدمتونو دوړاندې کولو په برخو کې  نولس قراردادونه  لاسليک کړل .
ددغو قراردادونو ارزښت  شپږ مليارده افغانۍ کيږي چې په اتلسو ولايتونوکې  عملي کيږي .
  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  دهېواد دعامې روغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين فيروز دهېواد په لرې پرتو سيموکې دروغتيايي خدمتونو په وړاندې کولو  دلاسرسۍ دکچې لوړول او دمرکزونو زياتوالي دعامې روغتيا وزارت لومړيتوبونه وبلل او ويې ويل  دعامې روغتيا وزارت په پام کې لري چې دروغتيايي اساسي  خدمتونو او د روغتونونو  دروغتيايي خدمتونو  دوړاندې کولو تر څنګ  ددغو پروژو په تطبيق سره  دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو  دبرلاسي  کچه په هېواد کې  په سلو کې له شپيتو څخه  په سلو کې اتيا ته  زيات کړي چې ټاکل شوې ده  دهېواد په اړو سيموکې دوه سوه نوي روغتيايي مرکزونه  جوړ شي او يوسلو اويا نور روغتيايي مرکزونه هم  لوړ شي.
  ډاکتر فيروز الدين فيروز ټينګار وکړ چې دعامې روغتيا وزارت هوډمن دى  چې دهغو روغتيايي کارکوونکو  معاشونه  چې دهېواد په لرې پرتو سيمو کې دروغتيايي خدمتونو په وړاندې کولو  بوخت دي  ، په سلوکې څلويښت زيات کړي او دغه راز دننګرهار او نيمروز په ولايتونوکې په سلوکې  دوه  بودجه او دهېواد  په نورو ولايتونوکې په سلوکې يوه بودجه  دهر قرارداد له ټولې بيې څخه  دافغان مهاجرينو دروغتيايي ستونزو  دڅيړنې اوحل کولو په موخه چې له ګاونډيو هېوادونو څخه هېواد ته  راستنيږي بيل کړى شوي دي .
دماشومانو اوميندو  دتغذې  دحالت  ښه والي په ټولو روغتيايي  اسانتياو کې له ښځينه قشر څخه  دعامه تغذې  ديوتن سلاکار روزنه او استخدام ،  په روغتيايي کلينيکونوکې  دواکسيناسيون  دثابتو مرکزونو جوړول ، ديوه داسې  مساعد  چاپيريال جوړول چې په هغه کې خلک دتصميم نيولو په بهير او له اوسنيو  روغتيايي خدمتونو څخه  په عادلانه استفاده کې  دګډون او دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو  په څارنه کې  دګډون قدرت پيداکړي ،  په روغتيايي مرکزونو کې  دمعلوماتي لوحو درول چې په هغو کې  دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو دڅرنګوالي  ، د  کارکوونکو  دشمير ،  درسمي کاري  ساعتونو ،  دوړيا  روغتيايي خدمتونو دشتون او دمسوولينو داړيکو دشميرو ددرک په ګډون  ضروري معلومات  پکې شامل دي او دخلکو دپوهې دکچې لوړول هغه نور موارد دي  چې په دې قراردادکې  شامل شوي دي .
  دعامې روغتيا وزارت  دروغتيايي خدمتونو په وړاندې کولو کې  دخنډ او دځنډ دنه رامنځته کيدو په خاطر هلې ځلې وکړي چې  ددغو قراردادونو  دتدارکاتو بهير له شپږو مياشتو څخه په لنډه موده کې بشپړ کړي او دغه  قراردادونه  د ١٣٩٥ کال  دسلواغې دمياشتې  په شپږمه نيټه  اعلان ته  سپارل شوي و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته