ټولنه

دوه ستر لومړیتوبونه

کابل/ د وري ۳مه/ باختر
له بده مرغه افغانانو نوی ۱۳۹۹ لمریز کال په خورا سختو شرایطو کې پيل کړ. که څه هم ټوله نړۍ د کرونا ویروس له ګواښ سره مخ ده، خو افغانستان له هره پلوه د دغه خطرناک او وژونکي ویروس پر وړاندې ډېر زیانمنونکی دی. د دغه ویروس ګواښ د افغانانو د نوي کال خوښۍ ګډې وډې کړې، خو له دغه ګواښ سره سره موږ باید په نوي کال کې خپل اصلي او ستر لومړیتوبونه وټاکو او د هغو د عملي کولو لپاره کار وکړو.
د باختر آژانس مفسر په نوي کال کې دوو مهمو لومړیتوبونو ته کتنه کړې ده او لیکي:
زموږ لومړیتوبونه زښت ډېر دي، خو دوه یې خورا مهم دي: یو لومړیتوب د کرونا پرخلاف مبارزه ده او دویم لومړیتوب د سولې خبرو پر مخ بیول دي. دا دواړه لومړیتوبونه له یو بل سره نږدې تړاو لري. د کرونا پر خلاف مبارزه تر هرڅه وړاندې په ټول هېواد کې ډاډمنې سوله ییزې فضا ته اړتیا لري. د کرونا ویروس ګواښ داسې دی چې تور او سپین، ښاري او کلیوال، شتمن او بېوزلی، باسواده او بې سواده، په دولت کې او له دولته د باندې، موافق او مخالف نه پېژني او د ټولو ژوند له خطر سره مخ کولای شي.
د کرونا پر خلاف مبارزې لپاره تر ټولو مهمه خبره د د غه ویروس د ګواښ درک دی. له بده مرغه لا تر اوسه زموږ یو شمېر هېوادوال له دغه ګواښ سره ټوکې کوي او ناوړو پایلو ته یې پام نه کوي. خلک اوس هم د ګڼې ګوڼې ځایونو ته ځي، د خپلوانو کورنو ته ځي، د ناروغانو پوښتنه کوي او هېڅ ډول روغتیایي سپارښتنې نه رعایتوي.
یو شمېر خو لا اوس هم ملنډې وهي. دوی دغه تریخ واقعیت نه درک کوي چې له کرونا سره ټوکې په کار نه دي، کرونا له تاسې سره ټوکې نه کوي، بلکې ستاسې ژوند ګواښي او که تاسې دا ګواښ ټوکې او ملنډې وګڼئ نو مانا یې دا ده چې تاسې خپل ژوند ته ارزښت نه ورکوئ.
د عامې روغیتا وزیر نن په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د کرونا نورې ١٠ مثبتې پېښې هم په هېواد کې ثبت شوې او اوس د ټولو مثبتو ثبت شویو پېښو شمېر ۳۴ ته ورسېد. ډېرې پېښې په هرات کې ثبت شوې دي. په کابل کې هم دوه مثبتې پېښې ثبت شوي دي، خو دواړه اخته ناروغان افغانان نه دي، بلکې د بهرنیو هېوادونو دیپلوماتان دي او اوس قرنطین شوي دي.
دا شمېرې څرګندوي چې د کرونا ګواښ یو جدي پړاو ته ننوت او د هغه پرخلاف مبارزه هم نوي او دېر جدي پړاو ته ننوته. د ټوکو او ملنډو وخت تېر شو او باید دا موضوع ډېره جدي وګڼل شي.
دویم ستر لومړیتوب د سولې د خبرو پر مخ بیول دي. له بده مرغه د افغان ولس د هیلو پر خلاف جګړې په وروستیو ورځوکې زور اخیستی دی او ورسره جوخت مرګ ژوبله هم ډېره شوې ده او دا هغه څه دي چې افغانانو ته یې زغم ډېر ګران دی.
باید د دغه ناورین د مخنیوي لپاره ټول امکانات وکارول شي. د سولې خبرو د پر مخ بیولو لپاره تر ټولو اړین ګام په کور دننه د پیاوړې اجماع رامنځ ته کول دي. هره ورځ چې تېرېږي موږ فرصتونه له لاسه ورکوو، نه یوازې فرصتونه له لاسه ورکوو، بلکې دا ویره هم شته چې سولې ته د رسېدو ټولې راټوکېدلې هیلې په اوبو لاهو شي.
دا د ټولو افغانانو ملي، اخلاقي او دیني مکلفیت دی چې هم د کرونا پر ضد مبارزه کې او هم سولې ته په رسېدو کې خپلې هراړخیزې هڅې و نه سپموي.
پاى/ن.ش

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته