اقتصاد

د آسيايي په بنسټيز بانک کې دافغانستان دغړيتوب په باب خبرې وشوې.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٨
دماليې وزير د آسيا د بنسټيزې پانګونې بانک له مرستيال سره وکتل.
دماليې وزيراکليل حکيمي پرون دنړيوال بانک او دپيسو دنړيوال صندوق دکلنې غونډې ترڅنګ د آسيا د بنسټيزې پانګونې بانک له مرستيال دني اليکساندر سره وکتل.
دماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
په دې کتنه کې په دغه بانک کې دافغانستان دغړيتوب په باب خبرې وشوې .
د آسيا د بنسټيزې پانګونې بانک نوى جوړ شوى دى او افغانستان په دغه بانک کې دغړيتوب غوښتنه کړې ده .
د آسيا د بنسټيزې پانګونې دبانک مرستيال په دغه بانک کې د غړيتوب پړاونه بيان کړل او زياته يې کړه چې په دغه بانک کې دافغانستان غړيتوب به له ٢٠١٧م کال څخه پيل شي.
ده دماليې له وزير څخه وغوښتل چې ددغه بانک په نړيواله غونډه کې چې د ٢٠١٧م کال په نيمايي کې جوړيږي ګډون وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته