ښوونه او روزنه

په غزني ولایت کې د کانکور آزموینه په ډېر شفاف ډول په خورا ډاډمنه فضا کې پیل شوه.

کابل باختردوري درې ويشتمه
په غزني ولایت کې دکانکور آزموینه درې ورځې دوام کوي چې په کې ۸۱۱۴ تنه د دولسمو ټولګیو فارغان ګدون کوي چې ۳۲۰۳ تنه یې نجونې او ۴۹۱۱تنه يې هلکان دي.
د یادې آزموینې د پیل پر مهال د کانکورد آزموینو عمومي رئیس احمد جاوید رسولي وویل له تیر کال  راهیسې یې په کانکور آزموینه کې د هر ډول درغلۍ مخه نیولې او سږ کال به دغه آزموینه په ټول هېواد کې په بشپړې روڼتیا سره ترسره شي.
رسولي وویل سږ کال په کانکور آزموینه کې دوه مهم بدلونونه رامنځ ته شوي چې یو یې د وخت بدلون او بل یې هم په آزموینه کې د بایومتریک سیستم تطبیق دی چې له امله یې په آزموینه کې د موسمي او شفافیت له پلوه مثبتې اغیزې رامنځ ته شوي دي.
ده په غزني ولایت کې د کانکور آزموینې په ترسره کولو کې د غزني ولایت د خلکو، امنیتي ځواکونو او په ځانګړې توګه د دغه ولایت د امنیه قوماندان امین الله امرخیل له هر اړخیزې همکارۍ څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د کانکور آزموینې د شفافیت په برخه کې له هر ډول صلاحیتونو څخه ګټه اخلي څو د هېواد با استعداده ځوانانو ته خپل حق ورسوي.
همدارنګه د غزني ولایت امنیه قوماندان ډاډ ورکړ چې د کانکور آزموینې د لا روڼتیا لپاره د لوړو زده کړو وزارت اود کانکور آزموینو کمیټې سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
د یوې ناستې په ترڅ کې د غزني ولایتي شورا رئیس خالقداد اکبري د کانکور آزموینه په هېواد کې یوه ملي پروسه وبلله او د یادې پروسې د روڼتیا له امله یې د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ هڅې وستایلې.
ده وویل څرنګه چې تیر کال کانکور ازموینه په ښه ډول ترسره شوه هیله لري سږ کال هم دغه آزموینه په شفاف ډول پای ته ورسیږي او هر څوک خپل حق ورسیږي.
په دغه آزموینه کې څو تنو ګډونوالو هم د آزموینې له شافیت څخه خوښي وښوده او وویل دوى د لوړو زده کړو وزارت له هڅو خوشحاله دي چې د کانکور آزموینه یې د هر ډول لاس وهنو څخه خوندي کړه.
باید وویل شي چې له دې مخکې د کابل، خوست، پکتیا او لوګر د کانکور آزموینې پرته له کومې ستونزې ترسره شوې او ټاکل شوې چې سبا د میدان وردګو او پکتیکا ولایتونو کانکور آزموینې په ښه ډول پیل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته