امنیت

درې تنه طالبان په تګاب کې ټپيان شول .

-کابل باختر د لړم پنځلسمه :
درې تنه وسله وال طالبان پرون په کاپيسا ولايت کې ټپيان شول
دکاپيسا ولايت دامنيې قوماندانۍ داوپراسيون امر سمونمل  امان الله باختراژانس ته خبر ورکړ. دکاپيسا ولايت دتګاب ولسوالۍ په جويبار سيمه کې له امنيتي ځواکونوسره دطالبانو په نښته کې دطالبانو ديوه قوماندان  حيات الله په ګډون درې تنه طالبان ټپيان شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل  له دغو کسانو څخه يو کلاشينکوف او د ګوليو څو شارژورونه هم ترلاسه شوي دي .
  ويل کيږي په دې جګړه کې چې پر امنيتي پوستو دطالبانو  له بريد وروسته ونښته ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو ته  زيان نه دى رسيدلى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته