امنیت

په ننګرهار کې دوسله والوطالبانو دجنګي وسايلو ديوې ډيپو کشف

کابل باختر ليندۍ دمياشتې ٢٦ :
په ننګرهار ولايت کې  دوسله والوطالبانو دجنګي وسايلو يوه ډيپوکشف شوه.
له دغې ډيپو څخه څو جنګي وسايل او يوه اندازه چاوديدونکي  توکي ترلاسه شول.
دننګرهار دوالي وياندعطاالله خوږياڼي دباخترآژانس خبريال ته وويل :               دغه  ډيپو دبهسودو  ولسوالۍ دثمرخيلو په ساحه کې يوې  لويې لارې ته څيرمه دوسله والو طالبانو په يوه پټنځي کې ساتل کيده.
ده وويل طالبانو نيت درلود چې ډير ژر دغه جنګي وسايل ديولړ تروريستي فعاليتونو دترسره کولو په مقصد د جلال آباد ښار ته  وليږدوي.
ددغي پيښې په اړوند څوک نه دى نيول شوى.
دخبرونوله مخې  له دغې ډيپو څخه  لس  لاسي بمونه ، درې کلاشينکوفونه، درې تومانچې ، يو چره يي ټوپک او دوه کيلوګرامه چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته