امنیت

ديرش تنه تروريست طالبان دهيوادپه ختيځ کې ووژل شول .

کابل باختر د مرغومي نهمه :
  ديرش تنه تروريست طالبان دافغانستان په ختيځ کې دامنيتي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول .
دملي دفاع وزارت دوياند مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. دافغان امنيتي ځواکونو په هغوځانګړو عملياتو کې چې دتروريستانودځپلوپه مقصددهيواددختيځوولايتونوکې ترسره شول دولس تنه تروريست طالبان دکونړ ولايت په دانګام کې دوسله والو طالبانو دډلې دوه تنه مشهور قوماندانان دنورستان ولايت په وايګل کې يوولس تنه تروريستان دننګرهار ولايت په غني خيلو او چپرهار کې او پنځه تنه نور ډار اچوونکي طالبان دکاپيسا ولايت دتګاب ولسوالۍ په مربوطاتو کې وژل شوي دي .
په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو او دسيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته