کابل، د چنګاښ ۲۶مه، باختر
د زابل په مرکز د مهاجرینو په ښارګوټي کې دولتي ځمکه له غصب څخه خلاصه شوه او جوړ شوي تاسیسات یې له منځه یوړل شول.
د زابل سرپرست والي سلیمان آغا بهیر باختر اژانس ته وویل، چې مخکې یې د یادو دولتي ځمکو غصب کوونکو ته څو ځله خبر ورکړی وو، چې خپل اسناد دې اړوندو ادارو ته وسپاري خو غاصبینو بیا هم ځانونه حاضر نه کړل، نن د غصب د مخنیوي کمیسیون په سلګونه جریبه دولتي ځمکه له غصب څخه خلاصه او په خپل سري توګه جوړ شوي تاسیسات یې ونړول، بهیر همدارنګه وویل چې د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي لړۍ به جاري وساتي او هیچاته به اجازه ورنکړل شي چې دولتي ځمکې غصب کړي. صدیقي