روغتیا

په ننګرهار کې د يوماشوم پرسر د جراحى بې ساري عمليات ترسره شو

کابل /دثور ٩مه /باختر
د ننګرهار د مرکزي روغتون ډاکټرانو د بې ساري عملياتو په ترسره کولو سره يوماشوم له مړينې وژغوره.
دولس کلن ماشوم ظاهر په خپل سر د ګولى د لګېدو له امله سخت ټپي شوى و او د کوما په حالت کې و .
په دې پېښه کې د ماشوم سر اوماغزو ته زيان رسېدلې و خو ډاکټران بريالي شول په بې سارې عملياتوکې هغه د مرګ له خطر څخه وژغوري.
د ننګرهار د مرکزي روغتون يومسوول باختراژانس ته وويل چې ډاکتران شل ورځې د دغه ماشوم پرسرکار وکړ او بريالي شول چې هغه له مړينې وژغوري.
دغه ماشوم اوس له روغتون څخه رخصت شوى دى .
د ظاهر کورنى بې وزلې ده او په خصوصي روغتونونو او بهرکې د هغه د درملنې وس نه درلود.
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته