امنیت

په فاریاب کې لس تنه وسله وال وژل شوي

کابل باختر دمرغومې ۴ مه
د فاریاب ولایت په ګرزیوان او غورماچ ولسوالیو کې لس تنه وسله وال طالبان وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان شوي دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه وسله وال طالبان تېره ورځ د افغان ځواکونو سره  د نښتې  او هوايي بریدونو پر مهال وژل شوي دي.
ویل کېږي په دغو نښتو او هوايي بریدونو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی  اوښتی.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته