امنیت

درې تنه ډار اچوونکي ووژل شول او اووه ويشت تنه مشکوک کسان ونيول شول

دهيواد په ځينو ولايتونو کې په تيروڅلور ويشتو ساعتو کې دملي اردو دمنسوبينو دگډومحاربوي  عملياتو اوتصفيوي فعاليتونو په بهيرکې درې تنه ډار اچوونکي ووژل شول او اووه ويشت تنه مشکوک کسان ونيول شول.

دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر دباختراطلاعاتي اژانس ته خبرورکړ دغه عمليات دکندهار ، هلمند ،ارزګان ، هرات اودپکتيا دولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول  چې له امله يې درې تنه ډار اچوونکي ووژل شول او اووه ويشت تنه مشکوک کسان ونيول شول.

دخبرځاى دڅرگندونوله مخې په دغو عملياتو کې په دغو ولايتونو کې دولس بوري باروت ، يو کلاشينکوف ، دولس ماينونه ، دوه لاسي بمونه اوپنځه موټرسايکلونه دملي اردو دمنسوبينو لاسته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته