نړۍ

سپينې ماڼۍ په تهران کې دبريتانيا په سفارت بريدپه کلکه وغانده

سپينې ماڼۍ  په تهران کې  دبريتانيا په سفارت له بريد اودمحصلانو له خوا دهغه له نيولو څو ساعته وروسته  دسختې وينا په ترڅ کې دغه اقدام وغانده.

سپينه ماڼۍ په دې ويناکې وايي  چې تهران په ايران کې  دديپلوماتيکي مامورينو دساتنې مسوول دى.

 امريکا دايران له اسلامي جمهوريت څخه  وغوښتل چې دغه پيښه وغندي او عاملينو ته يې سزا ورکړي او ډاډ  يې ورکړي چې په تهران کې دبريتانيا په سفارت اويا دنورو هيوادونو په سفارتونو دغه شان پيښه رامنځته نه شي .

يو شمير محصلانو پرون دليندي په اتمه نيټه په تهران کې دبريتانيا په سفارت بريد وکړ   دبريتانيا بيرغ  اودسفارت يو موټر ته يې  اور واچاوه  او په سفارت کې يي موجود سندونه اومدارک هم له کړکېو څخه بهر ته وغورځول.

دغه پيښه  هغه بريدته ورته دي چې په ١٣٥٨ کال په تهران کې دامريکا په سفارت شوي و.

سپينه ماڼۍ  وايي دامريکا دبهرنيو چارو وزارت ددغې پيښې په باب دبريتانا سره په تماس کې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته