ورزش

د اروپا د فوټبال د جام د اتلوالى سيالى په اتو لوبو سره دوام مومي

کابل باختر دليندي شپږمه
د اروپا د فوټبال د اتلوالى د جام سيالۍ نن شپه په اتو لوبو سره دوام مومي .
دباخترآژانس دخبر له مخې: ددغوسياليو په لومړۍ لوبه کې چې دافغانستان په وخت دشپې په نهه نيمو بجو ترسره کيږي؛ دمسکو د زيسکا ټيم د آلمان د باير مونيخ له ټيم سره او ورپسې دانګلستان دمانچستر ټيم د ډنمارک د ويکتورياپليژن له ټيم سره، د اوکراين د شاختار د ونيتسک ټيم دهسپانيې د باريال سوسيداد، د آلمان د ليورکوزن ټيم دانګلستان دمانچستر يونايتد له ټيم سره، د ايټاليا د يونتوس ټيم د ډنمارک دکوپنهاګن ، د ريال مادريد ټيم د ترکيې دګالاستراى له ټيم، د بلژيک  د اندرلخت ټيم د پرتګال د بنفيکا او د فرانسې دپاريس جرمن ټيم د يونان د المپيا کوس له ټيم سره لوبې کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته