امنیت

دجوند ولسوالۍ دبيرته نيولو لپاره دافغان ځواکونوهلې ځلې .

کابل باختر د ثور  يوويشتمه :

دافغان امنيتي ځواکونه  دجوند ولسوالۍ دبيرته نيولو لپاره دتيارسۍ په حال کې دي .

دبادغيس دولايتي شورا رييس بهاوالدين  قادسي دباختراژانس خبريال ته وويل دملي پوليسو ، ملي اردو او دملي امنيت ځواکونه ددغې ولسوالۍ  په نپځه ويشت کيلومتري واټن کې ځاى پرځاى شوي دي او ددغې ولسوالۍ دبيرته ترلاسه کولو په مقصد په نږدې راتلوونکې کې په عملياتو لاس پورې کوي .

وسله والو طالبانو دوه شپې مخکې په دغې ولسوالۍ کې  په وسله وال بريد سره هغه ونيوله اوهمدا اوس دغه ولسوالۍ دوسله والو طالبانوپه لاس کې ده .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته