فرهنګ

دافغانستان مدني ټولنې او دافغانستان دژورنالستانو ملي اتحاديې دسارم خان بهادر زوي دوژنې دعاملينو دمجازاتو غوښتنه وکړه .

کابل باختر د کب اتمه

 دافغانستان دمدني ټولنې  مرکز  (مجما )  او دافغانستان دژورنالستانو ملي اتحاديې  نن ديوې ګډې غونډې په ترڅ کې  دارګون  ولسوالۍ دميلمه راډيو دمسوول سارم خان بهادر زوي  دوژل کيدو دپيښې د تعقيبولو غوښتنه وکړه .

 دباختر داطلاعاتي اژانس دخبر له مخې،  درسنيو د څيړنې مسوول  صديق الله  توحيدي په دې غونډه کې وويل: دافغانستان دازادو رسنيو ملاتړ کوونکي ( نى ) دپکتيکا ولايت له سيمه ئيز مسوولينو څخه  غواړي  چې  له سارم خان  بهادر زوي دوژنې  عاملين وپيژني او دقانون منګولو ته يې وسپاري .

 توحيدي په دې ترڅ کې چې ددغه ځوان خبريال  وژل کيد په ډيرو سختو الفاظو  سره وغندل دخبريالانو په تيره بيا  دجنګي سيمودخبريالانو دسراو کار دمصوونيت په باب يې دازادو رسنيو د   څيړونکو انديښنه بيان کړه اوله دولتي مسوولينو څخه يې وغوښتل چې دغه شان انديښنې لري کړي .

  دغه راز دافغانستان دمدني ټولنې مرکز په دې غونډه کې دارګون ولسوالۍ د ميلمه راډيو دمسوول مدير وژل کيدل درسنيو اوخبريالانو پرخلاف دتاوتريخوالي  ډيره نوي پيښه وبلله چې کيداي شي دافغانستان دخبريالانو ټولنې اومدني ټولنې لپاره يو تکان ورکوونکي خبر وي .

 دافغانستان دمدني ټولنې مرکز دغه ټکۍ څرګند کړچې  په هيوادکې دخبريالانو او رسنيو پرخلاف دتاوتريخوالي  زيات موارد شته خو له بده مرغه  ددغه شان جنايتونو  هيڅ يوه دوسيه نه ده څيړل شوې که چيري دغه  شان پيښې وڅيړل شي   نور به په افغانستان کې درسنيو لپاره دتنفس  ځاى نه وي .

 دافغانستان دژورنالستانو ملي اتحاديه هم  دبهادر زوي  دوژنې عاملين وغندل .

  ددغې اتحاديې مسوولين ټينګار کوي چې ډير وحشيانه عمل  دانسان وژنه او دهغه د سرغوڅول  دى  له بده مرغه دخبريالانو  سرونو  د غوڅولو  کار له  اجمل نقشبندى  څخه پيل  شو او داځل وار سادم خان بهادر  زوي ته ورسيد او دا دکار پاى نه دى دخبريالانو پرخلاف تاوتريخوالي دوام لري او ددغه شان  ستونزو هيڅ يوه قضيه نه ده  څيړل شوې .

 دغه راز دافغانستان دژورنالستانو ملي اتحاديې له مسوولينو څخه وغوښتل چې په کابل اويا پکتيکا کې يو ځاى دى دسادم خان بهادر زوي په نامه ونومول  شي چې له يوې خوادخبريال نوم يو رسالتمند  خبريال په توګه وستايل شي له بلې خوا راتلونکي نسلونه په دې پوه شي  چې په افغانستان کې دبيان ازادي د ډيرو ښو ځوانانو دوينو په بيه ترلاسه شوى او ساتل شوې ده .

 ازاد خبريال  او په ارګون ولسوالۍ کې دميلمه راډيو مسوول سادم خان بهادر زوي دروان کال دکب دمياشتې په دويمه شپه  له هغه  وروسته چې يوه تيلفوني اړيکه ورسره ونيول  شوه په ارګون کې له خپل کور څخه ووت چې وروسته سرغوڅ کړي  شوى مړي يې دده دکور په  لري واټن کې ترلاسه شو .

 دده دکورني غړي اومطبوعاتي دوستان وايي چې بهادر زوي له هيچا سره شخصي دښمني  او ستونزه نه لرله داطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم  رييس هم ددغه خبريال دوژنې  عاملين وغندل او په پکتيکا کې له امنيتي مسوولينو څخه يې غوښتي دى چې دپيښې عا ملين وپيژني او مجازات يې کړي .

 دغه راز دافغانستان دمدني ټولنې مرکز او دوژرنالستانو  ملي اتحاديې  دبګرام په هوايي ډګر کې دقرانکريم دڅو نسخو دسوځولو  او سپکاوي  عاملين وغندل او ددغه جنايت دعاملينو دمجازاتو غوښتنه يې وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته