امنیت

په يوه ترافيکي پيښه کې دوه تنه ټپيان شول

کابلباخترداسد٨
پلخمري ښار ته څېرمه له يوموټرسايکل سره د باروړونکى موټر د ټکر له امله دوه تنه ټپيان شول.
دبغلان ولايت د ترافيکي پيښو آمرڅارمن سيدعلم باخترآژانس ته وويل چې دغه پيښه تيره شپه دپلخمري ښار د ششصدکوټي په ساحه کې رامنځته شوه چې له امله يې دوه تنه موټرسايکل سپاره ټپيان شول.
دبغلان د ولايتي روغتون د رييس ډاکتر خليل مصدق دڅرګندونو له مخې: د ټپيانو روغتيايي حالت خراب دى او د درملنې لپاره کابل ته ليږدول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته