امنیت

بيا هم چاودنه او داځلې په پغمان کې .

کابل باختر د  وږي  پنځه ويشتمه :
امنيتي خبرځايونه وايي هغه پيښه چې څو شيبې مخکې دکابل ولايت په پغمان ولسوالۍ کې رامنځته شوه ديوه ځانمرګي بريد زيږنده ده . 
باختراژانس دپغمان ولسوالۍ دامنيه قوماندان جنرال فريدون له خولې خبر راکړ چې دپغمان ولسوالۍ  ودانۍ  ته څيرمه بريد ديو مازدا ډوله موټر په واسطه شوى دى .
ده تاييد کړه چې په دې پيښه کې  يوشمير کسان  شهيدان او يو شمير نور هم ټپيان شوي دي .
يوه امنيتي خبرځاى وويل چې په دې پيښه کې درې تنه شهيدان شوي دي چې دپغمان ولسوالۍ دامنيې قوماندانۍ دپوليسو يو مسوول  هم پکې  شامل دى او دوه تنه نور ملکي وګړي شهيدان شوي دي .
په دې پيښه کې يوشمير نور هم  ټپيان شوي دي چې دښوونځي ماشومان هم پکې شامل دي .
نننۍ ځانمرګي بريد له هغه ځانمرګي بريد وروسته کيږي چې دروان کال دزمري  دمياشتې په يو ديرشمه نيټه دکابل ښار دڅلورم مکروريان  په ساحه کې وشو او له امله يې زموږ يوشمير هيوادوال شهيدان شول .
خلک ددغې پيښې دغندلو په ترڅ کې وايي چې تروريستان غواړي چې دويرې او ډار  فضا دبرابرولو له لارې په خلکوواکمن شي خو موږ نه تسلميږو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته