سیاست

د کورنيو چارو وزارت ويندوي : د وروستيو پنځو مياشتو په بهير کې دپوليسو د سر زيان کمښت موندلى دى .

کابل – باختر دکب دمياشتې ١٣
په  داسې حال کې چې کابل ښاريانو د غلاو او نورو جنايي  پيښو د ز ياتوالي له امله شکايت کوي   خو د  کورنيو چارو   وزير ددغه   وزارت کشفي    ارګانونو ته لارښوونه    ورکړي   ده چې  د ټولو   جرمونو   دکمښت په    خاطر زيات   اقدامات ترسره کړي .
باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې :     دکورنيو چارو وزارت ويندوى  صديق صديقي   چې نن يې په يوه خبرې غونډه کې خبرې کولې وويل :    دکورنيو چارو وزير تيره اوونۍ  ددغه وزارت له تروريزم سره د مبارزې ،دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې ،استخباراتو او  درندو  جرمونو د  پوليسو په  ګډون   د کشفي   ارګانونو دجګپوړومسوولينو  په يوه غونډه کې لارښوونه وکړه چې د   جنايي جرمونو او غلاو  د  کمښت په  خاطر اقدام   وکړي   او يوه مياشت   وخت   لرې چې  په  دې لاره کې په 
اغيزمنو اقداماتو لاس پورې کړي.
صديقي  په دې خبري غونډه کې هغو   رپوټونو ته اشاره وکړه  چې د ځينو مرکزونو له خوا خپاره شوي دي.
ده وويل :    دغه شان رپوټونه  نه تائيدوي   او نه هم   ردوي،  ځکه  موږ  دپوليسو دسر د زيان په باب تحقيق کوو او وروسته به يې درسنيو په واک کې   ورکړو.
ده يادونه وکړه ،   چې د  وروستيو پنځو مياشتو په بهير کې دپوليسو دسر په زيان کې ديادونې  وړ کمښت راغلى دى  چې هره ورځ   په ټول هيواد کې له دوو څخه  تر څلورو تنو پورې    پوليسان  شهيدان   کيږي ،    په داسې  حال کې چې   پخوا دغه شمير لوړ  و 
ده سر  د زيان دکمښت علت د  پوليسو ځانګړي  عمليات ، په لنډ   وخت کې روغتونونو ته د ټپيانو  ليږدول او د  ماينونو شنډول   وبلل.
دغه راز دکورنيو چارو وزارت ويندوى  په دې خبري غونډه کې دانتخاباتو په بهير کې ددغه وزارت دامنيتي   پروګرامونو ،  دملي شورا د نوې تقنيني دورې د پيل او د  يو  شمير نورو مسلو په    باب    ددغه    وزارت د امنيتي  پروګرامونو   په   اړوند معلومات ورکړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته