فرهنګ

د کتاب يوشمېر خپروونکو او پلورونکو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست او نوماند وزير سره وکتل

 کابل / د وږي١٦ مه / باختر
د هېواد د کتاب يوشمېر خپروونکو او پلورونکو نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له نوماند وزير او سرپرست سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معين عبدالمنان شېواى شرق هم حاضر و، د افغانستان د خپرونکو د اتحاديې رييس او د پوهنتون استاد سېد احمد سعيد د افغانستان د خپروونکو په استازيتوب خپلې غوښتنې او ستونزې او پيشنهادونه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست محمد طاهر زهير سره شريک کړل او په دې برخه کې يې د دغه وزارت او د نورو اړوندو بنسټونو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په دې کتنه کې د افغانستان د خپرونکو د اتحاديې رييس ( د کتاب د بازار جوړول، د ماليې محدودول او يا د هغې معافول، د جعلي کاپي رايټ مخنيوى او د جواز د اخيستلو په تضمين کې د کمښت) د څلورو اساسي ستونزو په اړه خبرې وکړې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د دوى د غوښتنو، ستونزو او پيشنهادونو له اورېدو وروسته په يادو برخو کې د وزارت د توان تر پولې پورې د همکارۍ ژمنه وکړه.
محمد طاهر زهير زياته کړه: تاسې کولاى شئ د مارکېټ د جوړولو، د جواز د اخيستلو، ماليې او د جعلي کاپي رايټ د مخنيوي په برخو کې خپلې غوښتنې او ستونزې په ليکلي ډول د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وسپارئ او په دې لاره کې وزارت ستاسو ترڅنګ ولاړ دى.
هغه دغه راز د کتاب د نندارتونونو پر جوړولو ټينګار وکړاو د افغانستان د فوټبال په غوره ليګ سياليو کې د کتاب نندارتون د جوړولو په اړه وويل: د افغانستان د فوټبال د غوره ليګ په سياليو کې د کتاب نندارتون د فرهنګ پر محور دى او بايد جوړ شي.
ختم- ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته