امنیت

دقلعه زال دولسوالۍ بازار بيرته دپوځيانو له خوا ونيول شو

 کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٣١ :
دکندز ولايت دقلعه زال دولسوالۍ بازار بيرته دپوځيانو له خوا ونيول شو.
پوځيان وايي  چې نن له غرمې مخکې  دځانګړو پوځي عملياتو په بهيرکې بريالي شول   چې دولسوالۍ  او دامنيه قوماندانۍ ودانۍ   او ځينې نورې سيمې  له طالبانو څخه ونيسي  .
طالبانو تيره شپه په يوه پراخ بريد کې  دقلعه زال ولسوالۍ  بازار ونيوه  .
په کندز ولايت کې دملي اردو يو قوماندان باخترآژانس ته وويل  چې پوځيان نن په دې بريالي شول دځانګړو عملياتو په بهير کې دقلعه زال دولسوالۍ بازار او په دغې ولسوالۍ کې  ځينې دولتي او امنيتي تاسيسات له طالبانو څخه بيرته ونيسي .
ده وويل ؛  ددغو عملياتو په بهير کې طالبانو ته دسر دروند زيان  اوښتى او ددوى مړي  ددغې و لسوالۍ په شاوخوا سيمو کې  تر سترګو کيږي .
دملي اردو دغه قوماندان وايي ؛  چې امنيتي اودفاعي ځواکونه  دکندز ولايت  دقلعه  زال ولسوالۍ دټولو برخو دپاکولو لپاره  خپل پرمختګ ته دوام ورکوي.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې دکندز ولايت په خان آباد ولسوالۍ کې  دملي اردو ځواکونه  ددوو ماينونو په کشفولو اوشنډولو بريالي شوي دي.
دغه ماينونه دوسله والوطالبانو له خوا ددغې ولسوالۍ  په  دوو لارو کې  ځاى پرځاى شوي و  چې دسيمې د خلکو په همکارۍ  دپوځيانو له خوا کشف اوشنډ کړاى شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته