امنیت

په لغمان کې د شپږو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

کابل باختر د تلې پنځلسمه ::
په لغمان ولايت کې د نويو نښتو له امله شپږ  تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
په دغو وسله والو طالبانو تېره شپه د لغمان ولايت د مهترلام ښار د لويې لارې په اوږدوکې هغه وخت بريد وشو چې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو.  
د هېواد په ختيځ کې د پوليسو يوه چارواکي باختر آژانس ته وويل چې په دغو بريدونوکې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
  ده وويل: په موټرسايکل سپاره دغه وسله وال طالبان د مهترلام ښار په لويه لاره کې په خپلو ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو چې بريدونه پرې وشول.
ويل کيږي په دغو بريدونوکې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې په لغمان ولايت کې امنيتي مامورينو اته تنه د جنايي جرمونو په تور ونيول .
دغه کسان د غلا، شوکمارى او د نشه يي توکو په قاچاقو تورن دي چې پرون د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د امنيتي ځواکونو په ځانګړو عملياتوکې ونيول شول . 
   ختم_عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته