اقتصاد

سږ کال د هلمند د انارو حاصلات ٢٨ زرو ټنو ته رسېږي

کابل /دوږي ٣١مه / باختر: د کرنې وزارت ويلي دي چې سږ کال په هلمندکې د انارو حاصلات زيات شوى دى اوټاکل شوى دى د دغه ولايت حاصلات ٢٨ زرو ټنو ته ورسېږي. باختراژانس دکرنې اوبو لګولواومالدارى وزارت له خولې ويلي دي دهلمند دکرنې او اوبولګولو رييس زلمي الکو ويلي دي چې په روان کال کې دهلمند د اناروحاصلات له کمي اوکيفي له نظره ښه شوي دي اوددغه رياست د هلوځلو په پايله کې په دغه ولايت کې تېرکال پر پنځه ډوله انارو او په روان کال کې پر پنځه ډوله نورو انارو څيړنه ترسره شوې ده . الکو د دغه ولايت د انارو د محصولاتو د زياتوالي دليل د انارو د نويو بڼونو جوړول اود ناروغيو اوافتونو مخنيوي وباله او ويې ويل : هلمند ٣٢ډوله انار لري چې کيفيت يې په روان کال کې د ځينو نورو ولايتونو په پرتله له هغې جملې قندهار څخه ډيرښه شوى دى. دکرنې وزارت د معلوماتوله مخې؛ په هلمند کې په زر هکتاره ځمکه کې د انارو بڼونه جوړ شوي دي ختم_شکريه_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته