امنیت

په حبيب استالف مشهور د خالد د اعدام حکم صادر شو

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٦
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي په حبيب استالف مشهور د خالد د اعدام حکم صادر کړ.
د باختر آژانس د خبرله مخې: په هغې خبرپاڼه کې چې په دې باب د چارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا د لوى رياست د اطلاعاتو او عامه اړيکو د رياست له خوا خپره شوې ده؛ ويل شوې دي:
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس په حبيب استالف مشهور د خالد د اعدام حکم چې د انسان تښتونې، وسله والې غلا، شوکماري، زموږ د بې ګناه هيوادوالو د وژنې او په کابل کې د نړيوال  بانک له نماينده ګۍ څخه د دريو مليونو ډالرو وسله والې غلا او د خلکو د وسايطو د غلا په زياتو قضيو کې لاس درلود؛ د سترې محکمې د کورنى او بهرنى امنيت پرخلاف د جرمونو او د پوځي منسوبينو د جرمونو د ديوان د ١٣٩٣ کال د وږي د مياشتې د ٢٦ نيټې د ٣٠١٨ ګڼه وروستۍ او قطعې پريکړې په صادرولو سره د اعدام په سزا محکوم شوى دى؛ منظورکړ.
په حکم کې د کورنيو چارو وزارت او لويې څارنوالي ته دنده سپار شوې ده چې د دغه حکم په تطبيق کې قانوني اجراآت وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته