امنیت

امنيتي ځواکونو ٢٤ کيلو اپين ترلاسه کړى.

کابل – باختر د ثور دمياشتې ١٥
څلور ويشت کيلوګرامه اپين دمشعله کمر دساحى دپلټنې په پوسته له يو داتسون موټر څخه دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسول ډګرمن شيرين آقا فقيري دباختر آژانس خبريال ته وويل : ددغې قول اردو منسوبينو دکابل جلال آباد دلويې لارې په تګلوري کې د لغمان ولايت دمشعلې کمر په ساحه له يو داتسون موټر څخه ٢٤ کيلوګرامه اپين ترلاسه کړل .
ديادونې وړ ده چې موټر چلوونکى له ساحې څخه تښتيدلى دى او موټر او اپين دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته