ورزش

پامير او اتفاق لوبه کوي .

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ١
په هرات ولايت کې د آريانا د دوستۍ د جام دفوټبال سيالۍ نن مازيګر په يوې لوبې سره دوام مومي .
دهرات ولايت دورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا دباختر آژانس خبريال ته وويل : چې په دې سيالۍ کې دپامير او اتفاق ټيمونه لوبه کوي .
د ضيا دڅرګندونو له مخې :- د آريانا د دوستۍ دجام دفوټبال سيالۍ له يوې اوونۍ راپه دې خوا د دولسو ټيمونو په ګډون په هرات ولايت کې پيل شوې دي چې هر مازيګر په يوې لوبې سره دوام مومي . او په پروني لوبه کې دنوايي او استقلال ټيمونو لوبه په يو يو ګول سره برابره پاى ته ورسوله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته