کابل / د کب ۲ مه / باختر
د بلخ والي د هېواد د عامې روغتیا د پالیسۍ او پلان له معین سره پرون د خپل کار په دفتر کې وکتل.
د باخترآژانس د خبرله مخې؛ د بلخ والي مولوي قدرت الله ابوحمزه د عامې روغتیا وزارت له معین محمد حسین غیاثي سره د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې.
د بلخ والي زیاته کړه چې په دغه ولایت کې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې هیڅ راز ستونزه نه د ه رامنځته شوې او روغتیايي مسوولین تل هلې ځلې کوي چې په دغو امکاناتوسره مراجعینو ته خدمت وکړي.
دغه راز د بلخ د عامې روغتیا رییس ډاکترنجیب الله توانا وویل : په دغه ولایت کې ۱۷۲ روغتیايي مرکزونه او روغتونونه شتون لري چې ټول يې فعال دي.
توانا د ناروغانو لپاره د اکسیجن د نشتوالي یادونه هم وکړه او له لوړ پورو مسوولینو یې د ستونزو د حل غوښتنه وکړه.
د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان معین ډاکترمحمد حسین غیاثي ، بلخ ته د خپل سفرموخه د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د شته ستونزو ارزونه وبلله او ویې ویل چې په بلخ ولایت کې ټولې چارې په نورمال ډول دوام لري.
غیاثي دغه راز څرګنده کړه چې د هېواد د عامې روغتیا وزارت مسوولین هڅې کوي چې له ملي او نړیوالو موسسو سره همغږي شي او هغه ستونزه چې د روغتیايي برخه کې شتون لري حل لارې ورته پيدا کړي، د روغتیايي کارکوونکو معاشونه په وخت سره ورکړي.
ع