ټولنه

په لغمان کې د ښځو پر وړاندې د تاو تریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ ونمانځل شوه

کابل/ باختر د ليندۍ د مياشتې ١٠مه
په لغمان کې د ښځو پر وړاندې د تاو تریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.
باخترآژانس ته په را رسيدلې خبرکې ويل شوي دي:
هغه غونډه چې په همدې موخه د لغمان ولايت د ښځو د چارو په رياست کې جوړه شوې وه، د لغمان والي په ګډون سربېره د لغمان امنیه قوماندان، د بشر حقونو خپلواک کمېسیون او د هیلټ نیټ همکارې ادارې استازو، د ولایتي ادارې یو شمېر مسولینو، ښځینه مدني فعالانو او ګڼ شمېر مېرمنو ګډون کړی و.
غونډې ته د وینا پر مهال لغمان والي عبدالجبار نعیمي وویل د دې لپاره چې په ټولنه کې مو د ښځو پر وړاندې د تاو تریخوالي کچه راټیټه کړې وي، په کار ده چې اړونده قضیو ته په خپل وخت پاملرنه وشي، عدالت تامین شي او د دې تر څنګ د ښځو پر وړاندې د تاو تریخوالي د مخنیوي په برخه کې د عامه پوهاوي پراخ پروګرامونه تطبیق شي، څو خلک په دې پوه شي چې د دغه شان عملونو تر سره کول د یوې کورنۍ ژوند او کورنی نظام له مینځه وړي.
لغمان والي د خپلو خبرو په پای کې د ښځو چارو ریاست د مشرتابه د فعالیتونو د ستاینې او په چارو کې د لا نور ښه پرمختګ په برخه کې د لارښوونو تر څنګ له همکارو او مرستندویه ادارو وغوښتل څو د یاد ریاست سره د اساسي او بنسټیزو مرستو په کولو کې خاصه توجو وکړي. همدارنګه امنیتي، عدلي او قضايي ارګانونه دې د عدالت د تامین او دغه راز د قانون د حاکمیت او تطبیق په برخه کې خپلې کړنې ګړندۍ کړي.
وروسته د ښځو چارو رئیسې نسیمې شفیق سادات د خپل اړونده وزارت د وزیرې اغلې دلبر نظري د پیغام په لوستو سربېره د ښځو پر وړاندې د تاو تریخوالي د مخنیوي، د مېرمنو د حقونو، د ټولنې پر وړاندې د مېرمنو د مسولیتونو او د اولادونو د ښې پالنې او روزنې په تړاو تفصیلي خبرې وکړې او ژمنه شوه چې په پوره صداقت او ایماندارۍ به د قانون په رڼا کې ور سپارل شوې دنده مخته بیايي.
دې زياته کړه چې په روان کال کې د ښځو پر وړاندې ۸۶ قضيې ثبت شوي، دغه قضيې،  د اقتصادي ستونزو، کورنی تاوتريخوالی، د نامزادي فسخه کول او يو شمېر نورو برخو کې وې ترسره شويدي. چې له دې جملې څخه يې د دغو قضيو زياته برخه د ښخو چارو رياست په منځګړيتوب حل و فصل شوي.
ورپسې د لغمان نوي امنیه قوماندان مل پاسوال حقنواز حقیار هم د خپلو خبرو پر مهال مېرمنو ته د خوندي کاري فضا د برابرولو په برخه کې د هڅو ډاډ ورکړ او له مېرمنو یې وغوښتل څو د دې ولایت د امنیت په تامین کې هغه څه چې د دوی په وس کې دي، د خپلو امنیتي ځواکونو سره په کې مرسته او همکاري وکړي.
په غونډه کې همدارنګه د نورو ګډونوالو د ویناوو تر څنګ ترانې او دغه راز د ناوړو دودونو، رواجونو او د ښځو پر وړاندې د تاو تریخوالي د مخنیوي په برخه کې د بشر د حقونو په مالي ملاتړ جوړ شوی مستند فلم هم نندارې ته وړاندې شو.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته