امنیت

اته ويشت تنه طالبان ووژل شول .

کابل باختر د ثور نولسمه :

دهغو عملياتو په بهير کې  چې يوه اوونۍ  مخکې ترسره شول  اته ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ديرش تنه نور يې تيښتې ته اړ شول .

دمرکزي بغلان  په ولسوالۍ کې  دامن او عامه نظم دکندک  قوماندان سمونوال  برهان االدين زاهد دباختر اژانس خبريال ته وويل په هغو پراخوتحرکاتو سره چې وسله والو  طالبانو دبغلان ولايت په څوارلس ګونو  ولسواليو کې او دمرکزي بغلان او د ډنډ غوري  او دپلخمري په امنيتي پوستو کې ترسره کړل دامنيتي ځواکونوله سخت مقاومت سره  مخامخ شول  چې له امله يې دوسله والو طالبانو دډلې ددريو تنو قوماندانانو په ګډون اته ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څه ناڅه ديرش تنه نور ټپيان شول .

يوه اړونده خبرځاى  وويل  چې په دغو نښتو کې دملا مناف په نامه ديوه قوماندان په ګډون يوولس تنه نور نيول شوي دي .

زاهد زياته کړه چې دوسله والو طالبانو يوه زياته اندازه وسله او مهمات هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي او نور طالبان  دتيښتې په حال کې دي او په بغلان کې امنيتي مسوولين لوړه جنګي روحيه لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته