کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٣
په هرات ولايت کې د فوټبال دتنکيو ځوانانو د ټيمونو سياليو پرون په دريو لوبو سره دوام وموند.
دهرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا باختر آژانس ته وويل :
په دغو سياليو کې د خراسان ټيم د صفر په مقابل کې په يوې سره د اتفاق پرټيم ، داميدټيم دصفر په مقابل کې په څلورو سره داماني پر ټيم او د آزادى ټيم دصفر په مقابل کې په يوې سره د هيواد پرټيم بريالي شول .
دغه سيالۍ دوه ورځې مخکې د ديرشو ټيمونو ترمنځ په هرات ولايت کې پيل شوي دي چې په دوام يې نن د پوهنې داستقلال ټيم دهرات ويب له ټيم سره د کوثر ټيم دهرات باستان له ټيم سره او د ابو مسلم ټيم د پامير له ټيم سره سيالي کوي.
0 1 دقیقه لوستل