امنیت

امنيتي مسوولين : ډار اچوونکو دکابل ښار په دريمه کارته کې په يوه ميلمستون بريد وکړ.

 کابل باختر دوري دمياشتې  ٨ :
امنيتي مسوولين وايي چې يوې ډلې وسله والو ډار اچوونکو دکابل ښار دشپږمې ناحيې په مربوطاتو کې په يوه ميلمستون بريد کړى دى  .
په ساحه کې يوه امنيتي مسوول دباخترآ ژانس خبريال ته وويل :  تروريستانو يو ځل بيا دکابل ښار ددريمې کارتې   په ساحه کې  په  يو بشپړ ملکي ځاى بريد وکړ
همدا اوس امنيتي ځواکونو ساحه کلابنده  کړې ده او ددغه تروريستي بريد دعاملينو  دځپلو په لټه کې دي .
ويل شوي دي چې يو يرغلګر  په ځانمرګي واسکټ سمبال   چې له  چاودنې وروسته يو شمير نورو په دغې ودانۍ بريد وکړ  له يرغلګروسره دامنيتي ځواکونو نښته دوام  لري او تراوسه پورې  په دې پيښه کې دسر داوښتي زيان په باب خبر  نه دى ترلاسه شوى .
دتيرې سه شنبې په ورځ هم  ډار اچوونکو ددارلامان په ساحه کې دانتخاباتو د کميسيون په يوه ساحوي دفتر  په بريدسره  دوه تنه ملکي وګړي شهيدان کړل  او
دپاکستان د استخباراتوله خوا د ګومارل شويو سرغلګرو له خوا دنوروز په شپه
دتروريستي بريد له امله نهه تنه ووژل شول .
افغان  خبريال سردار احمد  له خپلو دوو ماشومانو  او ميرمنې سره په همدې  پيښه کې شهيد  شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته