امنیت

په فارياب کې دشپږو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

کابل باختر د وري شلمه  :
شپږ تنه وسله وال طالبان په فارياب ولايت کې له پوځيانوسره په جګړه کې ووژل شول .  دغه جګړه تيره شپه دقيصار  ولسوالۍ بازار ته څيرمه هغه وخت ونښته چې يوې ډلې يرغلګرو دپوځيانو دسپرلۍ  په کاروان بريد وکړ .  په فارياب ولايت کې دملي اردو يوه قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
ده وويل چې ديرغلګرو دپوځيانو دسپرلۍ  په کاروان ددوى دبريد په وخت کې دپوځيانو له خوا ډزې وشوې .  ويل کيږي چې په دې نښته کې ملکي وګړو او پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته