اقتصاد

دپروان دکانونو داداري له نويو تاسيساتو څخه ګټې اخستنه

کابل باختر دوږي  دري ويشتمه
  دپروان ولايت  دکانونو داداري  نوى تاسيسات  نن ګټې اخستنې ته وسپارل شول .
دغه تاسيسات په چاريکارو ښارکې ددوه زره متر مربع  ځمکې  په ساحه کې په دريو  پوړونوکې جوړ شوي دي .
دباختر اژانس دخبر له مخې دکانونو وزير وحيد الله شهراني ګټې اخستنيته  ددغو تاسيساتو د وړاندې کولو په مراسمو کې وويل چې دغه تاسيسات دکانونو وزارت له بودجې څخه دنږدي لس نيمو مليونو افغانيو په لګښت  جوړ شوي دي .
ويل  کېږي  چې په دغو تاسيساتو کې دپروان دکانونو داداري لپاره ټولي اداري او فني اړتياوي په پام کې نيول شوي دي .
دکانونو وزير ددغو تاسيساتو پرانستل دپروان دکانونو داداري دکارکوونکو دکاري ظرفيت په لوړولو کې اغيزمن وبلل .
  شهراني په دغو مراسموکې  اعلام وکړ چې دولت په نږدي راتلونکې کې دپروان دکانونو د را ايستلو  پروګراموته ګړندي  کوي .
  دکانونو وزير په پروان کې تر ځمکې لاندې دزياتو منابعو شتون ته په اشاري سره وويل چې له دغومنابعو څخه په استفادي سره افغانستان کولي شي په کال کې  په ملياردونو  ډالره عايد ولري .
دپروان والي عبدالبصير سالنګي ددغه ولايت دکانونو داداري دنويو تاسيساتو دپرانستلو په مراسموکې وويل چې په پروان کې دښه امنيتي حالت په پام کې نيولو سره له  تر ځمکې  لاندې منابعو څخه دګټې اخستنې او په دي برخه کې  دپانګې اچونې لپاره زمينه مساعده ده .
  دپروان والي وايي دى ته چمتووالې  شته چې ددغه ولايت دکانونو د را ايستلو لپاره دمناسبې  فضا دبرابرولو په خاطر لازمې همکاري  ولري .
دپروان ولايت تر ځمکې لاندې زياتو منابعو په لرلو سره دافغانستان يوه ډيره مهمه سيمه بلل کېږي .
ددغه ولايت دکرومايتو ، مرمر ډبرو ، ګرانيتواو د ډبرو سکرو کانونه په هغه لوړ کېفيت سره چې لري  يې دښه شهرت خاوند دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته