سیاست

جمهوررئیس غني د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د کارکوونکو د فاتحې په مراسموکې ګډون وکړ

کابل_باختر د لړم د مياشتې١٤مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن ماسپښین د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د هغوکارکوونکو روح ته د دعا په خاطر چې د کابل په وروستۍ تروریستي پېښه کې شهیدان شوي وو، د فاتحې په مراسموکې کډون وکړ.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په مقر کې په دغو جوړو شویو مراسمو کې د هېواد جمهوررئیس او ګډونوالو د ټولو شهیدانو په ځانګړي ډول د دې ادارې د کارکوونکو روح ته دعا او ټپیانو ته د لوی خدای له دربار څخه د سملاسي شفا غوښتنه وکړه.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئیس متین بیګ له جمهوررئیس غني څخه د دې ادارې  د شهیدانو کورنیو او پرسونل سره د غمشریکۍ قدرداني وکړه ويې ویل، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ټول کارکوونکي د یوې کورنۍ د غړو په څېر دي او د خپلو همکارانو د له لاسه ورکولو له امله غمجن دي.
هغه ډاډ ورکړ چې د تروریستانو له اعمالو څخه پیښ خطرونه او پېښې  هیڅکله هم د دې ادارې د کارکوونکو په کاري بهیر منفي تاثیر نه کوي او د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې کارکوونکي به په خپل ټول ځواک او توان خپلو کارونو ته دوام ورکوي.
همدارنګه د شهیدانو د کورنیو ځینو غړو خبرې وکړې او د هېواد جمهوررئیس څخه یې د فاتحې په مراسمو کې  د ګډون او له دوی سره د غمشریکۍ څرګندولو قدرداني وکړه.
جمهوررئیس غني یو ځل بیا د کابل د وروستۍ تروریستي پېښې د شهیدانو کورنیو او د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې  کارکوونکو ته تسلیت ووایه او د قربانیانو د کورنیو د صبر او زغم مننه یې وکړه.
هغه زیاته کړه، موږ ټول د یوې کورنۍ د غړو په څېر د وروستۍ پېښې له امله زموږ د یو شمېر هېوادوالو پر شهادت او ټپي کېدو غمجن یوو. جمهوررئیس د شهیدانو کورنیو ته د رسیدګۍ په خاطر د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د مسوولینو مننه وکړه.
جمهوررئیس محمداشرف غني یو ځل بیا د تروریستانو کړنې وغندلې او څرګنده یې کړه، حکومت هڅه کوي د دې هېواد کوچنیانو ته د علم او پوهې ترلاسه کولو زمینه برابره کړي، خو تروریستان له کوچنیانو څخه د بربادۍ، ځان وژنې او چاودنو د حربې په توګه ګټه اخلي.
هغه زیاته کړه: له ماشومانو څخه د انتحار او وژنې د وسایلو په توګه ګټه اخیستل په هیڅ ډول د توجیه وړ نه دي، تروریستي ډلې د افغانستان د نفاق او بربادۍ لپاره کار کوي، خو هغوی بایدپوه شي چې د افغانستان د خلکو غم او ارزوګانې شریکې دي او دا واحد ملت زور ته نه تسلیمېږي.
جمهوررئیس غني په ټینګار وویل، موږ د ښېرازه او پرمختللي افغانستان د جوړولو اراده لرو چې د خلکوپه همکارۍ دا اراده ورځ تر بلې لا پیاوړې کېږي.#
پاى_ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته