کابل باخترد غبرګولې يو ويشتمه :
داقتصاد عالي شورا نن دماليې وزارت دسرپرست او دجمهوري رياست دسلاکار پروفيسر محمد همايون قيومي په مشرۍ غونده وکړه .
دباختراژانس دخبرله مخې، په دې غونډه کې له خبرو وروسته دراتلونکې کال دبودجې لپاره دماليې ستراتيژي سند ، دانرژى اواوبو وزارت په چوکاټ کې د TAPپروژې دسکرتريت درامنځته کولو طرحه او ددقيقې او هراړخيزې احصاييې دسيستم طرحه تاييد شوه .
په غونډه کې د کورنيو هوايي شرکتونو پوړوړتيا هم وڅيړل شوه او په دې باب تصميم ونيول شو .
ختم_ ف_ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ